دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 198740
اردوغان: د سوریې د تازه کډوالو د راتګ وړتیا او اوس نه لرو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي هېواد یې د سوریې د تازه کډوالو د راتګ وړتیا او وس نه لري.
هغه پرون په استانبول کې د جایزو د ورکړې په یوه سرمشریزه کې وویل چې که د سوریې په ادلیب باندې بمبار ونه درول شي اروپايي هېوادونه به د نویو کډوالو تاثیرات حس کړي.
اردوغان وویل د سوریې او روسیې د رژيم د بمبار په نتیجه کې اته زره کسان بې ځایه شوي او د ترکیې د سرحدونو په لور روان دي.
د سوریې پوځ د روسیې د هوايي ځواک په مرسته په ادلیب کې د رژيم د مخالفینو په وروستیو مرکزونو بریدونه پیل کړي دي.
د ترکیې ولسمشر وویل هېواد یې د روسیې د بمباریو د درولو په خاطر له روسیې سره هېڅ هڅه نه سپموي.
هغه زیاته کړه چې دوشنبه له ترکیې یو پلاوی مسکو ته ځي او د سوریې د کړکېچ تر څېړنې وروسته به پرېکړه وشي چې راتلونکي اقدامات به څه وي.
https://avapress.com/vdceev8z7jh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته