د لغمان والي ویاند اسدالله دولت زي څرګنده کړې، چې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي ۲) سهار مهال د یو قومي مشر د جنازې په مراسیمو کې ماین چاودنه شوې ده.
ښاغلي دولت زي زیاته کړې، چې دغه چاودنه له ځای پر ځای شوي ماین څخه رامنځته شوې، چې ټول قربانیان یې ملکي وګړي دي.
ویل کیږي، چې ټپیان مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.
تر دې دمه د دغې چاودنې مسوولیت چا ندی منلی.
لغمان د هېواد په ختیځ کې یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې وسلوال طالبان یې په لیرې پرتو سیمو کې پراخ شتون لري.