دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 198797
د ماليې وزير:د ۱۳۹۹ کال لپاره ۴۲۸ ميليارده افغانۍ ده
د ماليې وزير همایون قیومي د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د ۱۳۹۹ لمريز مالي کال د بودجې سند ولسي جرګې ته وسپاره.
هغه د خبرو پر مهال وويل،چي د ۱۳۹۹ لمریز کال په بودجه کې ټول ملي او نړیوال معیارونه، د ولایتونو د پراختیايي پروژو انډول، اقتصادي وده، د کورنیو عوایدو شفاف راټولول، د حکومت لګښتونه، د پانګو د جذبولو پروګرامونه، د سوداګرۍ او صنعت وده او د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه والي په پام کې نیول سوی دی.
ښاغلي قیومي وویل: ” د ۱۳۹۹ کال ټوله بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده، له دې جملې نه ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودجه او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ پراختیايي بودجه ده چې په دې کې ۶۳ میلیارده اختیاري او ۷۵ میلیارده یې غیراختیاري پیش بیني شوې ده.”
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د ۱۳۹۹ مالي کال د بودجې سند د دغې جرګې د مالي او بودجې کمیسیون ته وسپاره چې په هراړخیزه توګه یې وڅیړي.
https://avapress.com/vdcgy79quak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته