دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 198798
کمیسیون: تر لس سلنې کمې رایې لرونکي نوماندان نغدي جریمه کیږي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي هغه نوماندان نغدي جریمه کېږي چې تر لس سلنه کمې رایې لري.
د کمیسیون یوه ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي د ټاکنو د قوانینو له مخې هغه نوماند نغدي جریمه کېږي چې رایې یې تر لس سلنه کمې وي. په دې کې له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله پرته نور ټول هغه نوماندان راځي چې رایې یې تر لس سلنه کمې دي.
کمیسیون وایي هغه نوماندانو ته چې لس سلنه نه کمې رایې لري په ضمانت کې اخیستل شوې یو میلیون افغانۍ نه ورکول کېږي او دا د دولت بودیجې ته ځي. د قوانینو له مخې هغه کسان چې ځان ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندوي باید سل زره تذکیرې ولري او تر څنګ یې کمیسیون ته یو میلیون افغانۍ په ضمانت کې کېږدي.
https://avapress.com/vdchw6nz623nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته