دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 198805
ګل اغا شېرزی: بیارغونې برخه کې مې د بېلدوزر لقب اخیستی
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد شفیق ګل اغا شېرزی وایي، ما د بیارغاونې برخه کې د بېلدوزر لقب اخیستی، سولې ته هم کار کوم او د سولې په خبرو کې ونډه غواړم.
ګل اغا شېرزی وایي، ډاډه دی، چې سوله حتماً راځي او د سولې لپاره یې ځینې کارونه هم کړي دي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسؤولینو او یو شمېر قومي شوراګانو نن(دوشنبه مرغومي ٢مه) د یوې ناستې په ترڅ کې د ټاکنو لومړنیو پایلو له اعلان هرکلی وکړ او خوښي یې پرې څرګنده کړه.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد شفیق ګل اغا شېرزي، په راتلونکي ولسمشر غږ وکړ، چې سولې، یووالي،  پرمختګ، ښې حکومتولي او اقتصادي بسیاینې لپاره دې په ګډه کار وکړي.
ګل اغا شېرزي د لومړنیو پایلو پر اعلان خوښۍ، ښوولو ترڅنګ په ډاګه کړه، چې راتلونکي وروستیو پایلو اعلان ته په تمه دي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت به د سیاسیونو ترمنځ د یووالي او پخلاینې رامنځته کولو لپاره کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون(یکشنبه مرغومي اوله) د روان کال تلې میاشتې ٦مې نېټې ټاکنو پایلې اعلان شوې، د ټاکنو پایلو له اعلان نړیوالو هم هرکلی وکړ او په کور دننه او بهر ټولو افغانانو پر خوښي څرګنده کړه او ګټوونکي ډلې ته یې مبارکي وویله.
خو بل پلو عبدالله عبدالله چې ولسمشر غني ترې وړاندې دی او په ټولو نوماندانو کې له غني وروسته یې د دویم نوماند په توګه ډېرې رایې خپلې کړي، یو ځل بیا د ټاکنو پایلو سره مخالفت ښوولی.
نوموړی وایي، ټاکنو کې درغلي شوې، پر کمېسیون یې تور پورې کړ، چې د د رغلۍ کوونکو سره یې لاس یوځای کړی، په ټاکنو کې یې درغلي کړي نو په دې اساس د ټاکنو پایلې ورته د منلو نه دي.
په هم مهاله توګه د ټاکنو لومړنیو پایلو سره د ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په ګډون د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نورو نوماندانو هم مخالفت ښوولی، د پایلو د نه منلو چغې وهي او په ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعا کوي.
په همدې توګه له نن د دریو ورځو لپاره د ټاکنو شکایتونو خپلواک کمېسیون له لوري د ټاکنو لومړیو پایلو اړوندو شکایتونو د ثبت لړۍ پیل شوه، چې د قدثبات او همپالنې ډله وایي، تر دې دمه یې تر ٤زرو  ټاکنو اړوند شکایتونه ثبت کړي دي.
https://avapress.com/vdcgz79qnak9y74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته