دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 198806
د غني او عبدالله د رایو او نفوذ ساحې د هېواد په نقشه کې په بېلابېلو رنګونو خپرول او د شمال او جنوب مسالې ته لمن وهل د همدې توطیې نښې ښکاري
په دې تړاو تر ټولو ستره توطیه دا ده چې پر افغانستان پړاو پر پړاو کمزوری حکومت تپل کېږي چې ملي حاکمیت نه شي تامینولای او یوازې د بهرنیانو اجنډاوې پالي
(کابل- ویسا) د انتخاباتو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته په ځينو رسنیو کې په دوو رنګونو د افغانستان نقشه خپرېږي او داسې ښودل کېږي چې ګواکې د غني او عبدالله ترمنځ د رایو د نفوذ ساحې پکې ښودل شوې، شمالي لوري ته په یوه رنګ او جنوبي او ختیځ لوري ته په بل رنګ دي، له دغه نقشې نه داسې تاثر اخیستل کېږي چې ګواکې نیمايي هېواد یوه او نیمايي نور بل نوماند ته رایه ورکړې ده. چې تأثر يې قومي ويش دى.
د پوهنتون استاد لطیف آرش په دې تړاو له ویسا سره په لنډو خبرو کې وویل چې متاسفانه له اوږدې مودې داسې مرموز لاسونه د افغانانو په منځ کې د نفاق او دښمنۍ په اچولو لګیا دي. د انتخاباتو کمېسیون لخوا د هېواد د نقشې خپرېدل او په دوو رنګونو د دوو نوماندانو د نفوذ ساحې پکې ښکارول د همدې هڅو برخه کېدای شي.
نوموړي زياته كړه: ویل کېږي چې د کمېسیون له پاڼې اوس دغه نقشه لرې شوې ده، تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې هم د ځینو کسانو لخوا د شمالي افغانستان او جنوبي افغانستان نوم یاد شوی، دا ټولې د هېواد د یووالي او ځواکمنۍ خلاف خبرې دي.
ارش وویل تر ټولو ستره توطیه دا ده چې پر افغانستان پړاو په پړاو کمزورى حکومت تپل کېږي چې هېڅ ډول د ملي حاکمیت او امنیت تامین نه شي کولای او له بېلابېلو بهرنیو لوریو سره په معاملو ګوزاره کوي، او یوازې د بهرنیانو اجنډاوې پالي.
نوموړي زیاته کړه چې که افغان ولس اصلي توطیو ته پام ونه کړي او د افرادو د هیلو قرباني شي نو د دې خطر شته چې موږ په لویو بدمرغیو واوړو.
https://avapress.com/vdchv6nz-23nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته