دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 198807
د جاپان حکومت ناکامورا ته دولتي مډال ورکوي
ناکامورا د افغانستان ختیځو ولایتونو د بیارغونې په برخه کې ډېر زیات کار کړی و، هغه تېره میاشت په جلال اباد ښار کې د نامعوملو وسله والو له خوا ووژل شو
 د جاپان حکومت په افغانستان کې وژل شوي ډاکتر، ناکامورا ته د دولتي  مډال او ستاينليک ورکولو اعلان کړى دى.
ډاکټر ناکامورا تېره مياشت د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله ولاو له خوا د هغه له پنځو افغان همکارانو سره یوځای ووژل شو.
هغې موسسې چې د ناکامورا په مشرۍ یې په ننګرهار ولايت کې فعالیت کاوه، د لسګونه ميليونه ډالرو په لګښت د بيارغونې پروژې پلې کړې چې ډېرى يې د اوبو او کرنې په برخه کې دي.
جاپاني رسنيو د مرغومي په ٢مه خبر ورکړ چې د دغه هېواد حکومت ډاکټر ناکامورا ته د يوه مډال د ډالۍ کولو پرېکړه کړې ده. سرچينې د جاپاني حکومت د کابينې د منشي يوشي هيډ سوګا په حواله ليکلي چې ناکامورا ته به د (ختونکي لمر) په نامه مډال ورکول کېږي.
سوګا زياته کړې چې دغه راز د جاپان لومړي وزير شينزو ابي به د راتلونکې جمعې په ورځ په افغانستان کې د پرمختيايي کارونو له امله يوه ستاينليک هم ورکوي. جاپاني رسنيو ويلي، ياد مډال په نړيوالو اړيکو او برخو کې د جاپان څلورم لوى او مهم مډال دى.
https://avapress.com/vdciuvazyt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته