دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 198809
ننګرهار مېشتو د کلدارو پر ضد زبردست ګامونه اخیستي
له تېرو دوو ورځو راهیسي د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د پاکستانۍ کلدارو پر ضد او پر ځای یې د افغانیو کارولو کمپاین په ډیرې چټکۍ سره پر مخ روان دی.
د ننګرهار ولایتي مسوولینو پر وینا د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې پرون ناوخته مارکیټ ته تازه نورې نوې افغانۍ هم رایستلي دي چې په دې سره به د خلکو اړتیاوې پوره شي.
د ننګرهار د والي شاه محمود میاخېل پر وینا د جلال اباد ښار په ګډون د دې ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د افغانیو دودولو جدي او وروستی کمپاین روان شوی دی چې د دغې کمپاین په نتیجه کې ننګرهار مېشتو د افغانیو چلند په برخه کې قانون پر ځان تطبیق کړی دی.
د شاه محمود مېاخېل پر وینا په ننګرهار ولایت کې د افغانیو دودولو او ترویج په برخه کې د شته ستونزو او خنډونو د حل په موخه یې پرون ماښام د افغانستان بانک له عمومي رئیس واحدالله نوشیر سره هم لیدلي دي چې په دې سره به د یو شمېر ستونزو د حل په موخه عاجل اجرات ترسره شي.
واحدالله نوشیر هم په یاده ناسته کې وویل، چې پرون یې په جلال اباد ښار کې له سوداګرو، هټیوالو او ښاریانو سره لیدلي دي، د هغوی ستونزې او مشکلات یې اوریدلي چې په دغې برخه کې به ډیر ژر نور اقدامات هم وشي.
د خلکو د ستونزو او شکایتونو له اوریدا وروسته نن یو ځل بیا د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د یو اخطار په توګه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي دي”: هیڅ صراف بکسې والا او شخص نه شي کولی چې وړې افغانۍ د نویو او زړو په نوم په لوړه بیه وپلوري، بلکې په عادي ډول باید بدلې شي”.
نوموړي ویلي دي چې وړو افغانیو ته د خلکو تقاضا زیاته شوې ده ،خو ځیني صرافان بیا زیاتی کوي پر وینا یې دا لوی جرم او د ملي پروسې په پلی کولو کې لوی خنډ دی چې په دې توګه هر صراف دا ډول کړنه ترسره کړه قانوني چلند به ورسره وشي.
والي زیاتوي، د ننګرهار ولایت هټیوال، ریکشو چلوونکو او ټولو اتحادو ته خبر ورکول کېږي چې راکړه ورکړه یعنې کرایه او د توکو پلورل او پیرل په افغانیو ترسره کړي پر وینا که چېرې یاده چاره عملي نه شوه ملي امنیت ادارې ته هم دنده سپارل شوې ده چې له سر غړونکو سره جدي چلند وکړي.
د ختیځ ننګرهار سربېره په کونړ، لغمان، خوست غزني او یو شمېر نورو مهمو ولایتوتو کې هم د پاکستانۍ کلدارو پر چلښت بندیز لګېدلې دی او پر وړاندې جدي کمپاینونه پیل شوي دي څو د افغانیو دودول عام شي.
د یادونې وړده چې په افغانستان کې د پاکستانیو کلدارو د چلښت د بندیدو سره سم به د پاکستان په اقتصاد نېغ په نېغه منفي اغېزه وکړي او د افغانیو په کارولو کې به زیاتوالی راشي.
https://avapress.com/vdcawan6o49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته