دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 198811
ولسمشر د ملي امنیت شورا ته ۷ نوي مرستیالان وټاکل
د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني په جلا جلا فرمانونو کې د ملي امنیت شورا لپاره اووه تنه نوي مرستیالان ټاکلي دي.
په دغو نویو کسانو کې سالم شاه ابراهیمي په مافوق بست کې د امنیت شورا د تخنیکي او مسلکي مرستیال په توګه، سیدعبدالوحید قتالي په مافوق رتبه په ولسي او سیاسي چارو کې د مرستیال په توګه، محمد حمید طهماسي د سترجنرالۍ په بست کې د ملي امنیت شورا د سرمفتش په توګه، او رفیع فاضل په مافوق رتبه د ملي امنیت شورا د دفتر رئیس په توګه وټاکل شو.
همدا راز محمد ماهر یعقوبي د ډګر جنرالۍ په بست کې د امنیتي سکټور د تصفیې او انکشاف رئیس، محمد رضا فضلي په فوق رتبه بست کې د همغږۍ او ملي استخباراتو د اخذ رئیس او سید خادم انتظار په فوق رتبه بست کې د سولې او ملکي وګړو د خوندیتوب د رئيس په توګه او جاوید فیصل د ملي امنیت شورا د ویاند په توګه وټاکل شو.
په دې اړه تېر ماښام په ارګ کې جوړو شویو مراسمو ته د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وویل، د شورا تشکیلات یې پنځوس سلنه راکم کړي دي خو د ظرفیت له مخې یې تشکیلات ښه شوي چې نوي مسوولان یې هم د وړتیا له مخې ورته ټاکلي دي.
په همدې حال کې څو ورځې وړاندې د امنیت شورا سره د ستراتیژیکو اړیکو د مرستیال ولي الله منور، د پالیسۍ او نړیوالو اړیکو د مرستیال عتیق الله نوشیر او د ملي امنیت شورا د دفتر سلاکار شاکر مرادي د دندو قراردادونه لغوه شول.
https://avapress.com/vdcdfj0ffyt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته