دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 198817
ننګرهار والي: هر صراف چې وړې افغانۍ په لوړه بیه تبادله کوي ملي خاین دی
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي  که  صرافان وړې افغانۍ له نورو بانک نوټونو په لوړه بیه تبادله کړي، د ملي خیانت په تور به سزا وګوري نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، هیڅ صراف او بکسې والا نشي کولی، چې افغانۍ په لوړ قیمت تباد له کړي او په خبره یې یوه افغانۍ د دوه کلدارو سره معادل ده. د ده په وینا، که صرافان له دې وروسته بیا هم وړې افغانې په لوړه بیه تبادله کوي، نو دا یو جرم دی او قانوني چلند به ورسره وشي. همداشان نوموړي زیاته کړې، هیڅ دوکاندار، ریکشې والا او نور د ترانسپورت اتحادي نشي کولای چې د کرایه او توکو په راکړه ورکړه کې زیاتې افغانې د تبادلې په نوم واخلي او په خبره یې، دیوې افغانې ارزښت دوه کلدارې دی او همدا راکړه ورکړه به تر هغې دوام کوي چې افغانې عامه او کلداره بنده شي.
https://avapress.com/vdcjvoevauqehoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته