کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پښتو ژبې لهجې

3 جدی 1398 ساعت 14:19


پښتو ژبه د نورو ژبو په څیر په بیلابیلو سیو کښې د ویونکو د موجودیت له امله ډېرې لهجې لري. دا چې د ټولولویو او وړو لهجو بیانول مشکل اوپه عین وخت کښې له ستونزو او کړاوه ډک کار دی. نو له همدې امله غواړو دلته معیاري او د یادونې وړ لهجې په لنډه توګه وښیو:
د پښتو ژبې لهجې په دوو لوېدیځو او ختیځو لهجو ویشل شوی دي او بنسټ یې د دوو تورو(ښ،ږ) توپیرګنی چې په لوېدیځو لهجوکښې یې(ش،ژ)ته نژدې او په ختیځو لهجو کښې (خ،ګ) تلفظ او ویل کېږي، خو اوس د زیات غوراومطالعو په نتیجه کښې یوه دریمه لهجه د مرکزي لهجې په نوم د اساسي لهجو په کتار کښې شامله شوې ده.
پښتو لهجې په دوو سترو ډلو ویشل کېږي:
الف) اصلي لهجې
ب) فرعي لهجې
الف) اصلي لهجې په درې ډوله دي چې په لاندې توګه بیانېږي:
1- لوېدیځه لهجه: چې د کندهارۍ لهجې په نوم هم یادېږي او د تاریخي افغانستان په لوېدیځو او سهیلی(جنوبي) سیموکښې ویل کېږي.
په دغه لهجه کښې د پښتو د دوه ځانګړي توري (ښ،ږ) د(ش،ژ) آواز ته نږدې تلفظ کېږي او بل مهم ځانله توب یې دادی، چې په کومکي فعلونو کښې یې(ش) آواز په (س) بدلېږي. یعنې(وشو شوی دی، شته ، نشته) کلمې په (وسو،سوی دی،سته،نسته) ویل کېږي.
2- مرکزی لهجه: چې د منځنۍ لهجې په نوم یادېږي او د افغانستان په مرکزي سیمو لکه. غزني،وردک،لوګر،پکتیا،پکتیکا او نورو کښې ویل کېږي.
په دغه لهجه کښې د پښتو ځانګړې توري(ښ،ږ) په خپل اصلي آواز تلفظ کېږي او د تلفظ په وخت کښې یې د ژبې منځنۍ برخه پورتني تالو سره نښلي.
3- ختیځه لهجه: چې د ننګرهاري لهجې په نوم هم یادېږي او د ننګرهار،مومند،باجوړ،اشنغر،او یوسفزوپه سیموکښې ویل کېږې. په دې لهجه کښې(ښ،ږ) د (خ،ګ) په څېرویل کېږي.
ب) فرعي لهجې: فرعي لهجې زیات ډولونه لري چې ځینې مهم یې په لاندې توګه بیانېږي:


د مطلب کود: 198823

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198823/د-پښتو-ژبې-لهجې

آوا
  https://www.avapress.com