کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندوز ولایتی شورا رئیس:

کندوز-تخار لویه لاره د طالبانو په کنترول کې دی

3 جدی 1398 ساعت 16:34

آوا خبرګزاری-کندوز: یوسف ایوبی د کندوز ولایتی شورا رئیس د آوا خبرنګار سره په خبرو کې ویلی دی چی نږدی دری اونۍ کیږی چی کندوز-تخار لویه لاره د لودین په سیمه کې د طالبانو په کنترول کې دی او دا ډله د تلاشی سیمی رامنځته کړی دی.


 
 
د هغه په وینا، نږدی دری اونۍ کیږی چی کندوز لاره تر خان آباد تخار پوری ناامن شوی دی او په دی سیمه کې طالبان شتون لری او تراوسه امنیتی ځواکونه ددی سیمی پاکسازی لپاره کوم کار نه دی ترسره کړی په داسی حال کې چی خلګ د طالبانو له لوری زورول کیږی او په ځینو پیښو کې خلګ په دی سیمه کې تلفات ورکړی دی.
ایوبی ټینګار کړی دی چی د لویی لاری امنیت تامین د حکومت او امنیتی ځواکونو دنده ده او خلګ ددی برخی څخه اندیښمند دی چی لویه لاره د مخالفینو په لاس کې وی.
کندوز ولایتی شورا رئیس وایی چی امنیتی چارواکې هغوی ته ویلی دی چی لویی لاری خلاصولو لپاره برنامه لری خو دا برنامه تراوسه نه دی عملی شوی.
په همدی حال کې هادی جمال ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند آوا خبرنګار ته وویل چی د کندوز-تخار لویی لاری خلاصولو لپاره برنامه په لاس کې لری خو د عملیات شروع کول د رسنیو سره نه شی شریک کولای.
له بل لوری خلیل اسیر د تخار پولیسو ویاند وایی چی د تالقان څخه تر پل بنګی پوری دا لویه لاره د تخار ولایت اړوند دی او هیڅ طالب په سیمه کې شتون نه لری.
د کندوز پولیس ویاند وایی چی د لویی لاری امنیت تامین امنیتی پولیسو پوری اړوند نه دی.
وفیع الله رحمانی د تخار ولایتی شورا رئیس وایی چی د لویو لارو امنیت تامین امنیتی ځواکونو دنده ده خو لکه څنګه چی خلګ انتظار لری، امنیتی ځواکونه د لاری خلاصولو لپاره کوم کار نه دی ترسره کړی.


د مطلب کود: 198845

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198845/کندوز-تخار-لویه-لاره-د-طالبانو-په-کنترول-کې-دی

آوا
  https://www.avapress.com