کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ کې د طبیعي پېښو زیانمنو سره ژمنۍ مرستې

3 جدی 1398 ساعت 17:21


کونړ کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې له خپلو مېنو بې ځایه شویو او طبیعي پېښو زیانمنو سره ژمنۍ مرستې وکړې.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې له ٤٣٩ بې ځایه شویو زیانمنو کورنیو سره د ژمنیو مرستو په توګه د دوه سوه امریکایي ډالرو مرسته وکړه.
په همدې توګه د کونړ یو شمېر چارواکي له حکومتي ادارو او مرستندویه مؤسسو څخه بې ځایه شویو او زیانمنو کورنیو سره دې ته ورته مرستو غوښتنه کوي.
په افغانستان کې هر کال د ژمي په را رسېدو لومړنیو بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو په شمېر کې زیاتوالی راځي.
نا امنۍ، جګړې، طبیعي پېښو، سېلابونو، بېکارۍ، بې وزلۍ او دې ته ورته نور لاملونو له کبله په هېواد دننه د بې ځایه شویو کورنیو شمېر په زیاتېدو دی.
په هېواد دننه هغه زرګونه کورنۍ چې د نا امنۍ له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي او یو شمېر نورې کورنۍ چې د طبیعي پېښو له کبله زیانمنې شوي، د ژمي په را رسېدو سره یې لومړنیو بشري مرستو ته ډېره اړتیا لیدل کیږي.
بې ځایه شوې کورنۍ اوس مهال په سخت اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.
هغه کورنۍ چې د هېواد له نا امنو سیمو څخه کډه شوي دي، په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي، له حکومت او نړیوالو ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
همدا مهال یوازې په هلمند کې بشري مرستو ته د اړمنو کورنیو شمېر تر ٤٠ زرو رسیږي، چې بې له ځنډه بېړنیو بشري مرستو ته اړمن دي.
بې ځایه شوې کورنۍ له بې وزلۍ او کمزوري اقتصادي وضعیت سر ټکوي، ډېر شمېر یې ان خپلو ماشومانو ته د سبا بېګاه خواړه نه لري، ځیني کورنۍ وایي، د بې وزلۍ او پر دوی د پورونو زیاتېدو له کبله د خپلو ماشومانو پلورلو او ګرو کولو ته اړ کیږي.
په ورته مهال افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشردوستۍ چارو کې د همغږۍ ادارې تېره میاشت په یو راپور کې څرکړې، چې په راتلونکي کې به په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو شمېر ٩,٤ میلیونو ته ورسیږي، په داسې حال کې چې سږ کال دا شمېره تر ٦,٣ میلیونو رسیږي.
دغه اداره ویلي، له دې وضعیت نه د وتلو لپاره به له نړیوالو ټولنو مرستې وغواړي.


د مطلب کود: 198858

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198858/کونړ-کې-د-طبیعي-پېښو-زیانمنو-سره-ژمنۍ-مرستې

آوا
  https://www.avapress.com