دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۱
د مطلب کود : 198860
دهرات او بادغیس والیانود ناټود عمومي قومندان سره وکتل
د هرات او بادغیس والیانو عبدالقیوم رحیمي او عبدالغفور ملکزي په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له قومندان سکاټ مېلر سره ناسته کړې ده.
په دې لیدنه کې سکاټ مېلر د افغان ځانګړو ځواکونو د وړتیاو ستاینه کړې ده او له افغان ځواکونو څخه د ناټو او امریکايي ځواکونو د نظامي ملاتړ په دوام یې ټینګار کړی دی.
په دې لیدنه کې د بادغیس والي په دغه ولایت کې د وسله والو د ځپلو په برخه کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه د دوی هوايي ملاتړ په سیمه کې د طالبانو ملا ماته کړې ده.
همدارازوالیانو دمیلرڅخه غو ښتنه وکړه چي په خپلو عملیاتو کي د پوره پام کارواخلی ترڅوملکیانوته مرک ژوبله وانه وړي.
امیرحسین سلجوقی
https://avapress.com/vdch-6nzv23nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته