د هرات د سوداګرۍ رئیس وايي، د روان هجري لمریز کال په ۹ میاشتو کې نږدې ۴۰۰ سوداګریز جوازونه لغوه شوي دي.
میر عارف صادق ويلي ،چې دغه جوازونه د بېلابېلو دلایلو له امله د سوداګرو له لوري لغوه شوي دي.
هغه زیاته کړه: “د شخصي، سلیقوي همدارنګه له دې وجې چې یو شمېر پانګونې د پروګرام پر بنسټ نه ترسره کېږي او ځینو شخصي مسایلو له امله راغلل او جوازونه یې لغوه کړل.”
هرات د افغانستان یو صنعتي ولایت دی چې مخکې تر دې په کې سوداګریزې چارې په کې ښې ارزول شوي.
خو د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مسوولین د دغو ۴۰۰ سوداګریزو جوازونو لغوه کېدو لامل نا امني، د سولې مذاکراتو ګونګ حالت، د ټاکنو بحراني کېدل او بهر ته د پانګوالو د پانګو اېستل یاد کړل.