کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نوماندانو شورا د ملي مشارکت حکومت غوښتنه کړې

3 جدی 1398 ساعت 18:28

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا یو ځل بیا د ملي مشارکت ترنامه لاندې حکومت جوړیدو باندې ټینګار کړی دی.



د دغې شورا غړو چې نن یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې د ټاکنو کمیسیون له خوا اعلان شوې پایله هیواد لپاره خطرناکه وبلله.
دغې شورا عدلي او قضایي ارګانونو ته د هغو کسانو د معرفي کیدو غوښتنه هم وکړه چې په وینا یې ټاکنو کې یې درغلي کړې ده.
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وړمه ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړه چې ولسمشر غني پکې ګټونکی اعلان شوی دی.
د عبدالله عبدالله، رحمت الله بیل او ګلبدین حکمتیار ترڅنګ د نوماندانو شورا دغه پایله وغندله.
د نوماندانو شورا وایي د هیواد کړکیچن کیدو مخنیوي لپاره باید د دوی طرحه چې له مخې یې د ملي مشارکت حکومت جوړیږی، عملي شي.
که څه هم د ټاکنو لومړنۍ پایله کې ولسمشر غني ګټونکی اعلان شوی دی، خو د شکایتونو کمیسیون وایي د ګټونکي او بایلوونکي معلومول له وخته وړاندې دي.
د ثبات او همپالنې ټیم تر اوسه د دغو پایلو په خلاف څه باندې څلور زره شکایتونه ثبت کړي دي
 


د مطلب کود: 198875

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198875/د-نوماندانو-شورا-ملي-مشارکت-حکومت-غوښتنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com