دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 198895
عبدالله او جان بس د ټاکنیزو شکایتونو د بې طرفانه څېړنې غوښتنه کړې ده
د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله او د امریکا سفیر جان بس په یوه تازه لیدنه کې د ټاکنیزو شکایتونو په بې طرفانه څېړنه ټینګار کړی دی.
د عبدالله ټاکنیز ټیم وايي، تر اوسه یې په دوه ورځو کې له شپږو زرو زیات شکایتونه له اړوند کمېسیون سره په مستند ډول ثبت کړي دي.
اجرائیه ریاست وايي، عبدالله عبدالله او جان بس د تېرې شپې په لیدنه کې په ټاکنیزو شکایتونو سربېره په سوله او وروستیو امنیتي بدلونونو هم بحث کړی دی.
د اجرائیه ریاست لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې د لیدنې په اړه د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه د شکایتونو اړوند راغلي چې دواړو مشرانو په بې طرفانه او قانوني ډول د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو غوښتنه کړې ده.
اجرائیه ریاست وایي، عبدالله عبدالله تېره ورځ په کابل کې د ایران له نوي سفیر بهادر امینیان او ترکیې له سفیر اوزان ارطغرل سره هم لیدنه کړې، خو نه یې دي ویلي چې له دوی سره یې په څه شي بحث کړی دی؟
د یادونې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې عبدالله عبدالله د امریکا له سفیر سره تر ټولو زیاتې لیدنې کړې دي.
https://avapress.com/vdcf1cdytw6d1ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته