خوښ ديک ۰

ایران، ۹۲ زره افغان او عراقي کډوالو ته صحي بیمه ورکوي

ایران، ۹۲ زره افغان او عراقي کډوالو ته صحي بیمه ورکوي
د ایران حکومت غواړي چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ له میاشتې پیلېدونکي مالي کال کې د کډوالو لپاره د صحي بېمې ونډه پراخه کړي.
د ایران حکومت وايي، د سلامتۍ یا روغتیا په نوم د بیمې دغه پروګرام کې به ۹۲ زره کډوال شامل کړي چې د عامو ایرانیانو په څېر به افغانان او عراقي کډوال هم د ایران د صحي خدمتونو له بیمې برخمن شي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کډوالو د برخې یا بافیا مسوولان وايي، په دې تړاو د ایران د صحي بیمې د ادارې او د کډوالو د نړیوالې ادارې تر منځ هوکړه هم شوې ده چې ژر به پرې کار پيل شي.
د کډوالو لپاره به د صحي بیمې دا پروګرام دوه بستې ولري چې په یوه برخه کې یې ښځې، ماشومان، یتیمان، عمر خوړلي کسان او له ۱۸ کلونو څخه د کم عمر ماشومانو لرونکې کورنۍ شاملېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې دا مهال له دوه میلیونو زیات افغان کډوال دي چې د زده کړو، روغتیایي او نورو ټولنیزو حقونو څخه محروم ګڼل کیږي.
چهارشنبه ۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود: 198897 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *