دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۴
د مطلب کود : 198898
نن د ولسمشریزو ټاکنو د شکایاتو د ثبت وروستی ورځ ده
نن د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د شکایتونو د ثبت وروستۍ ورځ ده.
د شکایتونو لپاره درې ورځې وخت ټاکل شوی و.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون یوه غړي قطب الدین ویلي چې ښايي د شکایتونو شمېر تر لسو زرو واوړي.
د هغه په خبره اکثر دا شکایتونه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ثبت کړي.
ښاغلي رویدار وویل چې د شکایتونو تر ثبت وروسته به څېړنې پیلیږي او شکایتونو ته رسیدګي کېږي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې یکشنبه اعلان شوې چې له مخې یې اشرف غني لومړی او عبدالله عبدالله په دویم مقام کې راغی.
عبدالله عبدالله او ځینو نورو کاندیدانو دا پایلې له درغلیو ډکې وبللې او ویې ویل چې د شکایتونو کمېسیون دې د دوی شکایتونو ته رسېدګي وکړي.
افغان ولسمشر اشرف غني له ټولو ټاکنیزو ډلو وغوښتل چې د اصولو په رعایت سره دې شکایتونه ثبت او قانونمند چلند وکړي.
د اشرف غني ډله وايي چې دوی هم شکایتونه ثبت کړي او ادعا کوي چې د رایو کچه به یې د شکایتونو له څېړلو وروسته لا پسې پورته لاړه شي.
https://avapress.com/vdci3vazvt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته