دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۵
د مطلب کود : 198899
د سولې ولسي حرکت: خبر نه یوو چې طالبانو مو ۲۷ غړي چېرته بیولي؟
د سولې ولسي خوځښت وايي، په ۷موټرو کې سپاره ۲۷ غړي یې لا هم له طالبانو سره برمته دي او راخوشې کړي یې نه دي.
د سولې د ولسي خوځښت ویاند بسم الله وطندوست  په یو استولي ویډیوي کلیپ کې ادعا کړې چې طالبانو ته یې پرله پسې د خپل حرکت په تړاو قناعت ورکړی خو دا څلورم ځل دی چې طالب وسله وال یې فعالان غړي برمته کوي او له ځان سره یې بیايي.
نوموړی وايي، په وروستي ځل تېر ماښام پنځه بجې د دغه حرکت د موټریز کاروان ۲۷ غړي د فراه ولایت په مربوطاتو کې له ځان سره بیولي دي: (( مونږ له طالب مشرانو سره په تماسونو کې یوو، خو تر اوسه مود خپلو فعالانو په اړه حتی معلومات نه دي ترلاسه کړي چې چیرته دي؟))
د سولې ولسي حرکت د موټریز کاروان په مرسته په ټول هېواد کې د ګرځېدو کمپاین دوه اوونۍ وړاندې پيل کړ او له هلمند څخه د هرات پر لور وخوځېده.
د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست په دې اړه وايي، پلان یې درلود چې له هرات څخه به بادغیس او غور ولایتونو ته ځي، خو د واورو ورېدو او لارو بندېدو له کبله یې فراه ولایت د سولې د پيغام رسولو لپاره وټاکه، تر څو پر ښکیلو غاړو د سولې او اوربند غږ وکړي.
https://avapress.com/vdcjhoevhuqehoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته