دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 198900
خصوصي سکتور باید د سرطان ناروغۍ د درملنې مرکزونو د رامنځته کېدو په برخه کې پانګونه وکړي
سرطان سره له دې چې وژونکې ناروغي ده؛ خو د کنټرول او درملنې وړ هم ده. خو په افغانستان کې تر اوسه پورې هېڅ داسې مجهز مرکز شتون نلري، چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو اړتیاوې پوره کړي.
له سرطان سره د مبارزې د بنسټ رییسې، نسرین اوریاخیل، چې د چهارشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په افغانستان کې د سرطان د وضعیت په اړه جوړه شوې غونډه کې وینا کوله، وویل، له ۲۰۱۶ کال څخه را پدېخوا، یاد بنسټ د افغانستان د دولت او نړیوالو سازمانونو په مرسته، د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره زیاتې هڅې کړي، چې په پایله کې یې په جمهوریت روغتون کې د دغې ناروغۍ د درملنې یوه لومړنۍ څانګه رامنځته شوه او تر یوه بریده یې د هېوادوالو اړتیاوې پوره کړې دي.
مېرمن اورخیل له ملي سوداګرو او خصوصي سکتور څخه غوښتنه وکړه، چې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره په هېواد کې پانګونه وکړي؛ څو په هېواد کې د دغې ناروغۍ د درملنې زمینه برابره شي.
په دې ناسته کې د هیواد د لومړۍ میرمن، رولا ( بي بي ګل) غني ویډویي پیغام خپور شو او ټینګار یې کړی وو، چې سرطان یوه خطرناکه ناروغي ده؛ خو مونږ یې پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوو او بریالي به شو.
د هېواد لومړۍ مېرمن، له نړیوالو سازمانونو غوښتنه وکړه، چې د سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د نوموړې په خبره په افغانستان کې د سرطان د درملنې امکانات ډېر کم دي او ډېری هغه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته دي، له هېواد څخه بهر د درملنې مالي امکانات نلري. په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې سفیر، پیري مایدون، چې په دې ناسته کې یې وینا کوله، ژمنه وکړه، چې اروپایي اتحادیه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته؛ په ځانګړې توګه روغتیایي برخه کې دوام ورکړي.
د اتمي انرژۍ لوی رییس، ډاکتر محمد طاهر شاران، وویل چې د سرطان درملنه په نړۍ کې یوه مهمه او اړینه موضوع ده؛ خو په افغانستان کې د دې ناروغۍ د درملنې زمینه نده برابره شوې.
ښاغلي شاران څرګنده کړه، چې د سرطان درملنه هستوي طب ته اړتیا لري خو متأسفانه هستوي طب تر اوسه په افغانستان کې څوک نه پېژني.
نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې د سرطان د ناروغۍ درملنه زیات لګښت ته اړتیا لري، له همدې امله باید په دې اړه یو ملي پلان جوړ او د سرطان ځانګړې بیمه رامنځته شي.
په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت، د محصلینو د چارو مرستیال، ډاکټر بري صدیقي، په دې ناسته کې په نړۍ کې د سرطان ناروغۍ ډولونو ته په اشارې سره وویل، چې په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د پېښو زیاتوالي ته په کتو سره، د دغې ناروغې د درملنې یوه تخصصي مرکز، رامنځته کېدو ته اړتیا لېدل کېږي. د راپورونو پر بنسټ، تر دې دمه په نړۍ کې د سرطان ناروغۍ ۲۰۰ ډولونه ثبت شوي، چې درې ډوله یې عمومیت لري.
همدارنګه هر کال په نړۍ کې شاوخوا دوه میلیونه کسان د سرطان ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
https://avapress.com/vdccx4qsx2bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته