دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۰
د مطلب کود : 198928
افغانستان کې له داخلي منابعو د سمنټ د تولید هڅې
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د جبل سراج او سمنګان پروژو د مراحلو په طی کولو سره هڅه کوي، چې د خپلو داخلي منابعو له لارې د اړتیا وړ سمنټ تولید کړي.

د دغه وزارت سرپرست عنایت الله مهمند د چهارشنبې په ورځ د «مرغومې پر۴مه» په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې افغانستان له کاله ۳میلیون ټنه سمنټ واردوي، چې ۹۵سلنه یې له ایران او پاکستان څخه دي.
خو ښاغلي مهمند زیاته کړه، چې د داخلي منابعو له لارې د خپلې اړتیا وړ سمنټو تر لاسه کولو په هدف د جبل سراج او سمنګان پروژو په اړه بحثونه پای ته رسيدلي او تړونونه یې کابینې ته استول شوي دي.
هغه وویل:"په دغو دوو پروژو سره به د سمنټو تولید ۲ میلیونه ټنه وي، چې شاوخوا ۶۰ او۷۰ سلنه اړتیا به له همدې داخلي منابعو څخه پوره شي."
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو په اساس د یادو پروژو له لارې به د اړتیا وړو سمنټو تر لاسه کولو ترڅنګ ۵۰۰۰ تنو د کار زمینه هم برابره شي.
یاد وزارت وايي، چې دا مهال یوازې د غوري او جبل سراج سمنټو شرکتونه فعال دي، چې په ورځ کې له ۱۵۰۰ نه ۱۶۰۰ ټنه سمینټ تولیدوي.
د تړونونو لاسلیکول
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت نن چهارشنبه له خصوصي شرکتونو سره د ساختماني موادو شپږ تړونونه لاسلیک کړل.
د دغه وزارت سرپرست د یادو تړونونو د لاسلیک پرمهال وویل:"دغه شپږ پروژې د هیواد په مرکزي زون ــ بامیان، پروان او میدان وردګ ولایتونو کې دي، چې په دغو شپږو پروژو کې له ۸۰ څخه تر ۹۰ میلیونه افغانیو پورې پانګونه کيږي."
د نوموړي په وینا د نوې تګلارې په اساس ۱۴۷ ساحې چې په ۲۹ ولایتونو کې دي سروې شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcci4qs42bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته