دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۱۰
د مطلب کود : 198940
افغانستان په کور دننه د کال ۲ میلیونه ټنه سمنټو تولید ته چمتووالی نیسي
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، افغانستان دا مهال ۹۵ سلنه د سمنټو واردات له پاکستان او ایران څخه کوي، خو که د جبل السراج او سمنګان د سمنټو د کانونو استخراج پيل شي افغانستان به په کور دننه هر کال ۲ میلیونه ټنه سمنټ تولید کړای شي.
د کانونو وزارت سرپرست عنایت الله مومند وايي، د مهال افغانستان ۳ میلیونه ټنه سمنټ له بهر څخه واردوي، خو دوی د دغې اړتیا د راکمولو لپاره د جبل السراج ا سمنګان د سمنټو د استخراج طرحه د اقتصاد عالي شورا ته استولې ده چې ژر به پرې کار پیل شي: (( موږ اوس ۳ میلیونه ټنه سمنټ واردوو، که دا طرحه ومنل شي بیا به د کال ۲ میلیونه ټنه سمنټ په کور تولیدوو، چې ۷۰ سلنه تکیه به مو په ایران او پاکستان راکمه شي.))
د ښاغلي عنایت په خبره دا مهال د جبل السراج او غوري سمنټو فابریکې هره ورځ تر ۱۶۰۰ ټنو پورې سمنټ تولیدوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن یاد وزارت د بامیانو، میدان وردګو او پروان د کوچنیو کانونو لپاره له ۵ کورنیو شرکتونو سره د ساختماني موادو ریګ او جغل د چمتو کولو ۶ قراردادونه لاسلیک کړل چې ۸۶ میلیونه افغانۍ پانګونه به پرې وشي.
https://avapress.com/vdcgt79qzak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته