دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 198973
د مالیې وزارت لپاره دوه نويو مرستیالانو په دنده پیل وکړ
د مالیې وزارت د دوه معینیتونو مالي او اداري او عوایدو او ګمرکونو نویو ټاکل شویو معینانو په دندو پیل وکړ.
د مالیې وزارت لخوا تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالحبیب ځدراڼ د مالي او اداري او محمد عیسی قدرت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه په دندو نوی پیل وکړ.
دا دواړه معینان د ماليې وزارت د سرپرست همایون قومي لخوا تېره ورځ خپلو دندو ته ورپېژندل شوي دي.
تر دې وړاندې ولید تمیم او زاهد همدرد له دغو دواړو معینیتونو څخه استعفاوې ورکړې وې، خو د ماليې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي بیا د ولید تمیم په اړه تاند ته وویل چې نوموړی په هند کې د سفیر په توګه مقرر شوی دی او په مالیې وزارت کې یې شپږ میاشتنۍ دنده پای ته رسېدلې ده.
https://avapress.com/vdccm4qs12bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته