دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 198974
فدايي محاذ، د قطر مېشتو طالب مشرانو په اړه تاند ته مهمې افشاګرۍ کړې دي
له طالبانو جلا شوې شوې ډلې د فدايي محاذ اسلامي تحریک ادعا کړې چې امریکا په قطر کې طالب سیاسي مشرانو ته ۱۵ میلیونه ډالر منظور کړي نه دي، بلکې ۴۱ میلونه ډالر ورکوي.
د دغه تحریک د ویاند قاري حمزه لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، دا پيسې د ده په وینا د امریکا د غلامو ملېشو یعني د طالبانو سیاسي مشرانو ته د سفرونو، اوسېدنې، اړیکو، خوړو او نورو مصارفو لپاره چې نوموړی یې عیش و عشرت بولي ورکړې دي.
د طالبانو دغه انشعابي ډله ادعا کوي چې شیرمحمد عباس ستانکزي د یوې اوونۍ په یو سفر باندې ۸۰ زره درهم لګولي دي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي، دا مهال امریکایان د قطر د دفتر هر غړي ته ۱۸ زره قطري درهم معاش ورکوي چې په وینا یې دغه طالب مشران پرې اکثره ماښامنۍ د خپلو ښځو او ماشومانو سره یو ځای په عصري هوټلونو او د قطر هیواد په پارکونو کي خوري: (( د هرکور لپاره یې نارینه او ښځينه خدمت ګاران په دنده ګومارل شوي دي دا جنابانو ته د موټرونو د تیلو د مصرف لپاره خاص کارتونه ورکړل شوي دي، چې څومره وغواړي هغومره تیل د خاص کارت په ذریعه د خپلو تیز رفتاره او نوي ماډل موټرونو ته اچوي.))
نوموړی وايي، طالب مشرانو دا امتیازات په داسې حال کې ترلاسه کړي دي چې د ده په وینا په افغانستان کې په جګړه بوخت کشران طالبان د موټر سایکل په ۴۸ لیتره تیلو پورې حیران وي چې له کومه یې کړي؟
د فدايي محاذ لخوا د طالب سیاسي مشرانوپه اړه ویل شوي: (( د قطر د دفتر عیاش طالب مشران د خپلو کشرانو په عزت، ناموس، سر او مال باندي داسي په چالاکۍ سودا شروع کړې، چی دا کاڼه، ړانده او ګونګ طالبان پرې هیڅ پوهیږي نه.))
خبرپاڼه وايي، طالبانو د روسیې په شمول د ټولې نړۍ له کفري او صلیبي دولتونو سره خپلې دوستانه اړیکي پیل کړې دي او د ملا محمد عمر د وخت له منهج څخه په انحراف یې د نړۍ له ټولو جهادي حرکتونو او مسلمانانو څخه برائت اعلان کړی.
خبرپاڼه زیاتوي، امریکا له طالب مشرانو څخه د تشناب کاغذ کار اخلي او د طالب کشرانو په خلاف ترې په فکري جګړه کې استفاده کوي، چې په وینا یې د طالب کشرانو نظریې، عقیدې او فکر یی د غرب په فکر او نظریو بدل کړی دی.
په خبر پاڼه کې د قطر د دفتر یوه غړي ملا خیرالله خیرخواه په استناد یوه خبره را اخیستل شوې ده چې طالبان هیڅ نه پوهېږي چې مذاکرات کله پیلېږي او کله درول کېږي؟ بلکې په وینا یې چې ټولې پرېکړې د امریکایانو لخوا ترسره کېږي چې طالب مشران حتی په اجنډاو هم نه پوهېږي: ((غونډه جوړه شي موږ ورغوښتل شوو څه ناڅه خبري وشي په خورا، څښاک او خنداګانو باندي مجلس پای ته ورسيږي کله، چې بهر راووځو نو پر رسنیو تازه خبرونه واورو، چې نن په مذکراتو کې پر دا دا مضوعاتو خبري وشوې یعني دا هرڅه د امریکایانو له لوري لیکل شوي او رسنیو ته وړاندي شوي وي موږ یې صرف تائيد وکړو او بس((.
په خبرپاڼه کې له طالب جنګیالیو غوښتل شوي دي چې د دوی پر سر سوداوې روانې دي او دوی باید د خپلو مشرانو په اړه ځان وپوهوي.
فدايي محاذ د طالبانو د مهم مشر ملا داد الله د ورور منصور دادالله لخوا رامنځته شو چې نوموړی د خپلې ډلې د اعلان څخه څو ورځې وروسته طالبانو په مخامخ جګړه کې وواژه.
https://avapress.com/vdcd5j0foyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته