کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزی: طالبان او امریکا دې ژر تر ژره د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسوي

5 جدی 1398 ساعت 14:38


پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي طالبان او امریکا دې ژر تر ژره د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسوي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي طالبانو ته په کار ده چې نور په هېواد کې د پردیو دسیسو ته د پای ټکی کېږدي او په پوره دقت د سولې خبرې مخ ته یوسي او له جګړو لاس واخلي.
نوموړي پر افغان حکومت هم ږغ کړی چې د سولې په برخه کې پوره صداقت او هوډ ولري.
حامد کرزي دا هیله هم څرګنده کړې چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته جوړېدونکی حکومت په افغانستان کې د سولې لپاره عملي او رښتیني ګامونه اوچت کړي.
نوموړي د ټاکنو په اړه هم ویلي چې دا ټاکنې تر دې دمه د افغانانو په لاس کې نه دي او بهرنیان د خپلو ګټو لپاره هر ډول لاسوهنې پکښې کوي.


د مطلب کود: 198975

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198975/حامد-کرزی-طالبان-او-امریکا-دې-ژر-تر-ژره-د-سولې-خبرې-یوې-پایلې-ته-ورسوي

آوا
  https://www.avapress.com