دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 198978
حکمتیار: موجود حکومت د سولې او رڼو ټاکنو پر وړاندې خنډ دی
د اسلامي ګوند مشر، ګلبدین حکمتیار موجوده حکومت د رڼو ټاکنو او سولې پر وړاندې لوی خنډ بولي.
ښاغلي حکمتیار چې نن پنجشنبې یې د سلامي وحدت ګوند ناسته کې خبرې کولې د سولې پر وړاندې مخالفت کول ملي خیانت وباله.
په دې ناسته کې د حکمتیار، کریم خلیلي او عبدالله عبدالله ترڅنګ یو شمیر نورو سیاستوالو او جهادي مشرانو هم ګډون درلود.
حکمتیار د خپلو خبرو پرمهال یو ځل بیا د موجود حکومت په شتون کې رڼې ټاکنې نا ممکنې وبللې او د موقت حکومت پر جوړیدو یې ټینګار وکړ.
هغه د ټاکنو کمیسیون د یو خاص ټیم په ملاتړ تورن کړ او زیاته یې کړه چې د ټاکنو کمیسیون دده رایې له ۷۰۰زرو څخه ۷۰ زرو ته کم کړي دي.
حکمتیار د موجوده حکومت ترڅنګ د بهرنیانو شتون هم د سولې او ټاکنو پر وړاندې خنډ وباله.
حکمتیار وویل: "بهرنیانو د افغانستان په جګړه کې هیڅ نه دي ترلاسه کړی له دوی غواړو چې موږ خپل برخلیک ټاکلو ته پریږدي.
د بهرنیو ځواکونو په شتون کې سوله نا ممکنه ده.ټول باید په دې توافق وکړو چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي."
ده د ټاکنو پرمهال د بایومټریک ماشینونو ورکیدو په تړاو وویل دا ماشینونه د یو خاص ټیم له لوري له دې امله غلا شوي چې یادو محلونو کې یې رایې نه درلودلې.
حکمتیار د خپلو خبرو په جریان کې د ټولو صندوقونو د رایو بیا شمیرلو او هغو محلونو کې چې بایومټریک ماشینونه یې ورک شوي د ټاکنو بیا ترسره کیدو غوښتنه وکړه.
د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله هم دغه ناسته کې خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د رایو دفاع کوي او د درغلیو پرمټ جوړ شوي حکومت ته اجازه نه ورکوي.
د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي، هم په خپلو خبرو کې وویل هیڅ کله اجازه نه ورکوي چې څوک در درغلیو پرمټ واک وچلوي او دا اجازه هم نه ورکوي چې د شکایتونو کمیسیون د ټاکنو د کمیسیون پریکړه ومني.
د خلیلي په وینا دوی یواځې شفافیت غواړي او هر چا چې د شفافیت پر مټ د ټاکنو ګټونکی شو ورته مبارکي وایو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchq6nz623nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته