دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 198981
ارزګان:د اورلګېدنې له امله د ملي اردو شپږ سرتیري سوځېدلې.
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د سه شنبې په ورځ د ملي اردو په یوه کمپ کې د اورلګېدنې له امله د ملي اردو ځواکونو شپږ سرتیري سوځېدلي او ټپیان سوي دي چي د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل سوی دی.
ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې لوا مسوولین پېښه منې خو د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه کوي.
د ترینکوټ د مرکز روغتون مشر ډاکتر امین الله توخی وايي چي سهار دغه روغتون ته د ملي اردو شپږ سرتیرې په داسي حالت کې ور وړل سوي چي آن تر ۹۰٪ سلنه پوري یې د بدن برخې سوځېدلې وي.
د نوموړي په وینا دا لا مالومه نه ده چي اور لګېدنه څه ډول رامنځ ته سوې، خو وايي اټکل کیږي چې اورلګېدنه دي د ګازي بخارۍ له امله رامنځ ته سوې وي.
د ښاغلي توخي په خبره سوځېدلو سرتیرو کې یوازي یو تن یې ۳۰٪ سلنه سوځېدلی او نور پنځه واړه له ۵۰٪ تر ۹۰ ٪ سلنه پوري سوځېدلي چي روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.
په ارزګان کې د ۲۰۵ اتل قول ارد د څلورمې پلې لوا قومندان جنرال عبد الولي حقمل د پیښي پخلی کوي، خو د نورو جزیاتو ورکولو څخه ډډه کوي.
https://avapress.com/vdcbwwb88rhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته