کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ بدخشان ولایت ته تللی دی

5 جدی 1398 ساعت 15:46


ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د يو شمېر ټولګټو پروژو د پرانستې په موخه بدخشان ولايت ته سفر وکړ.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې سوي چې نن د مرغومي په پنځمه د ارګ د مطبوعاتي دفتر له لوري خپره سوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار ته ولاړ.
سرچينه وايي چې ولسمشر غني به د یو شمېر ټولګټو پروژو د پرانیستې مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د یاد ولایت مسوولینو، مشرانو، علماو، ځوانانو او ښځو سره جلا-جلا کتنې هم ولري.


د مطلب کود: 198985

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198985/ولسمشر-غني-نن-سهار-د-یوه-لوړپوړي-پلاوي-په-مشرۍ-بدخشان-ولایت-ته-تللی-دی

آوا
  https://www.avapress.com