کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نبیل: که شکایتونه سم وڅېړل شي، ټاکنې دویم پړاو ته ځي

5 جدی 1398 ساعت 15:50


د ټاکنیزو شکایتونو د ثبت د مودې له پای ته رسېدو سره سم د ولسمشرۍ نوماند رحمت الله نبیل وايي، د میزان د ۶مې ټاکنې له درغلیو ډکې وې او باید چې په دغو ټاکنو کې د تقلب کوونکو لیست خپور شي.
ښاغلي نبیل د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون غږ کړی چې رایې دې په شفاف ډول وڅېړي او که داسې وشي، نو ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړې شي.
نوموړی وايي، د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د سولې د مذاکراتو تر اثر لاندې دي او هره نتیجه چې په سوله کې راوځي همغسې به کېږي.
ښاغلي نبیل ویلي په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو د ګډون میزان ټیټ و او دا د افغانستان د ولسواکۍ د راتلونکې لپاره د خطر زنګ وي.
ښاغلی نبیل د ولسمشریزو ټاکنو معترض نوماند دی چې لومړنۍ اعلان شوې پایلې نه مني، په داسې حال کې چې پخپله یې شاوخوا ۳۳ زره رایې ګټلې دي.


د مطلب کود: 198988

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198988/نبیل-شکایتونه-سم-وڅېړل-شي-ټاکنې-دویم-پړاو-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com