کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا ستره محکمه د ټرمپ د مالي حسابونو په اړه پریکړه کوي

5 جدی 1398 ساعت 16:08


ټاکل شویده د امریکا ستره محکمه په ۲۰۲۰ کال کې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د حد اقل دریو مالي قضیو په اړه پریکړه وکړي.
په دې قضیو کې د ډانلډ ټرمپ مالي سوابقو ته د دیموکراتو قانون جوړونکو لاسرسی، د مالياتو د ورکړې څرنګوالی او د ډانلډ ټرمپ له شخصي تجارتونو څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالی شامل دي.
په دوه زره و نولسم کال کې دیموکراتو قانون جوړونکو په وار وار د ټرمپ مالي سوابقو ته د لاسرسي غوښتنه وکړه.
که څه هم یو شمیر محاکمو کانګرس ته د اسنادو د سپارلو حکم وکړ خو سپینې ماڼۍ ددې پریکړو په وړاندې د تمیز غوښتنه وکړه.
د امریکا ستره محکمه به په دې اړه د دوه زره و شلم میلادي کال په مارچ میاشت کې پریکړه وکړي.
د جمهور رئیس مالي سوابقو ته لاسرسی هغه موضوع ده چې دیموکراتان یې د امریکا په ټاکنو کې د بهرنۍ مداخلې په اړه هم غواړي.


د مطلب کود: 198990

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198990/د-امریکا-ستره-محکمه-ټرمپ-مالي-حسابونو-په-اړه-پریکړه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com