د پروان والي ویانده وحیده شهکار پېښه منلې او وایي، چې د دې ولایت د سالنګ ولسوالۍ په کوک لامي دره کې ښکاریانو څلور لږ پیداکیدونکې غزنۍ وزې ښکار کړې دي.
نوموړې زیاته کړې؛ د دې ولسوالۍ پولیس هڅه کوي، چې د دغو وزو ښکاریان پیدا او ونیسي.
د پروان ولایت د چاپېریال ساتنې مسوولین په دې اړه له څرګندولو ډډه کوي؛ خو وایي، چې تر دې دمه د یادې پېښې په اړه بشپړ معلومات نلري.
د سیمې خلک، چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، چې دغه څلور غرنۍ وزې تېره ورځ د سالنګ ولسوالۍ د کوک لامي، آلوچه خم او تاج په اړوند سیمو کې ښکار شوې دي