دخپریدو نیټه :شنبه ۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۴
د مطلب کود : 199070
هلمند کې د طالبانو برید کې د ملي پوځ ۱۰ تنه سرتېري وژل شوي
هلمند کې د ملي پوځ ځواکونو پر پوستو د طالب جنګیالیو په یوه برید کې د ملي پوځ ۱۰ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د هلمند ۲۱۵ قول اردو د دې پخلی کړی چې په دغې پوسته کې د ملي پوځ ۱۶ تنه ځواکونه مېشت وو.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د دغه خبر له پخلي سره وايي چې دغه نښته د جمعې شپې ناوخته د ملي پوځ په یوې پوسته کې له هغې وروسته پيل شوه چې د طالب جنګیالیو یوې ډلې د یوه تونل له الوزولو وروسته له امنیتي ځواکونو سره په جګړه شول.
هغه زیاته کړه چې دغه نښته د څو ساعتونو لپاره روانه وه.
طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz9b8grhb9gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته