خوښ ديک ۰

"پر ایران د امریکا بندیزونو دچهابهار بندر پر فعالیتونو اغېزه کړې"

د کانونو او صنایعو خونه وايي، پر ایران د امریکا بندیزونو چهابهار بندر کې د افغانستان د سوداګریزو فعالیتونو مخه نیولې ده.
"پر ایران د امریکا بندیزونو دچهابهار بندر پر فعالیتونو اغېزه کړې"

د دې خونې مرستیال وايي، اته میاشتې کېږي چې د دغه بندر له لارې د شوکاڼي یوه جوپه هند ته استول شوې، خو سوداګرو پر ایران د لګېدلیو بندیزونو له کبله د دغې جوپې پیسې لا هم ترلاسه کړي نه دي.
د صنایعو او کانونو خونه وايي چې، له دغې لارې همدا وروستي صادراتي توکي و، چې ولېږدول شول؛ ځکه د بندیزونو له امله د صنایعو مالکانو لا تر اوسه د خپلو سوداګریزو توکو پیسې نه دي ترلاسه کړي.
د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان په دې اړه وايي:«کابو زر ټنه شوکاڼی (تالک) د چابهار بندره صادر شو، چې هند ته هم رسېدلي، په اتو میاشتو کې صادر کوونکي ونه توانېدل چې خپلې پیسې ترلاسه کړي.»
له بل لوري، ټرانسپورت وزارت سره له دې چې، له بندیزونو د چابهار بندر پر معافیت ټینګار کوي؛ خو دا هم مني چې، د چابهار بندر په لاره کې د سوداګرۍ په برخو کې لا هم ستونزې شته.
د ټرانسپورټ وزارت ویاند علي سینا ساید وویل:«د چابهار بندر د امریکا له بندیزونو مستثنا دی او که چېرې ستونزې موجودې وي، د ټرانسپورټ وزارت د هغه حل ته ژمن دی.»
د چابهار بندر هوکړه لیک، د ۲۰۱۶ زکال په مې میاشت کې د افغانستان، هند او ایران تر منځ لاسلیک شو. دغه بندر افغانستان د اوبو له لارې مخامخ له هند او نورو هېوادونو سره نښلوي.
خو د افغانستان په وارداتو او صادراتو کې د چابهار بندر اهمیت په څه کې دی؟
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالرشید جانباز په دې اړه وايي:«د توکو د لېږد رالېږد په واټن کې ډېره اغېزه لري. لکه څرنګه چې د چابهار بندر د کراچۍ بندر په پرتله ۷۰۰ کیلومټره او د عباس بندر په پرتله ۹۰ کیلومټره د هېواد مرکز ته نږدې دی.»
یوه اوونۍ مخکې هند د امریکا له لوري د چابهار بندر د معافیت د غځېدو خبر ورکړ.
خو په دغه معافیت کې لا هم د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې پیسې نه شاملېږي. او دا هغه څه دي چې، پر دغې لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو د ودې مخنیوی یې کړی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
شنبی ۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود: 199075 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *