دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د "کنتوا" دره د یو لړ عملیاتو په ترسره کېدو د طالبانو له کنټروله آزاده کړه.
په دې عملیاتو کې طالب ترهګرو ته درانه تلفات اوښتي دي. اوس مهال افغان ځواکونه د "کنتوا" په دره کې بشپړ حاکمیت لري. دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په روان کال کې، د یرغلیزو بریدونو په ترسره کېدو زیاتې سیمې او اراضي د طالبانو له کنټروله آزادې کړې دي.