دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 199122
په ټول افغانستان کې د شکایتونو د څېړنې لړۍ پیل شوه
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، تر ټولو زیات شکایتونه د ننګرهار اړوند او تر ټولو کم یې بیا په سرپل ولایت پورې تړلي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ۳۴ ولایتونو کې د ټاکنیزو ډلو د هغو شکایتونو ارزونه پیل کړه چې د ټاکنو د لومړنۍ پایلو وروسته یې له دې کمېسیون سره ثبت کړي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د دوی ولایتي دفترونه به تر راتلوونکو ۳ورځو دا شکایتونه وڅېړي او له تصنیف بندۍ وروسته به یې، تحلیل او پرېکړې کولو ته چمتو کړي.
د کمېسیون کمېشنر سید قطب الدین رویدار وویل: "تصنیف بندي هغه مرحله ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په کې با اعتباره او بې اعتباره شکایتونه سره جلا کوي. "

د دې کمېسیون کمېشنر سید قطب الدین رویدار د یک‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ډېر لږ شمېر شکایتونه په کابل کې پاتې دي چې نن د ورځې په اوږدو کې به اړونده ولایتونو ته واستول شي.
هغه زیاته کړه: "نن رسما په ټول افغانستان کې د شکایتونو د بررسۍ لړۍ پیل شوې ده، دا به تر درې ورځو دوام وکړي چې شکایتونه تصنیف بندي، تحلیل او ارزیابي شي، څو پرېکړې کولو ته چمتو شي. "
تر ټولو شکایتونه په ننګرهار ولایت پورې اړوند دي، کابل په دویم او کندهار بیا په درېیم ځای کې دی چې د شکایتونو شمېر یې د نورو ولایتونو په پرتله زیات دی.
خو د سرپل او پنجشېر په ګډون ځینې ولایتونه شته چې ډېر لږ شمېر شکایتونه یې په تړاو ثبت شوي دي.
خو یوه اندېښنه دې شکایتونو ته د رسېدنې لپاره د وخت کموالی دی.
پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، ښايي په هغو ولایتونو کې چې د ثبت شویو شکایتونو شمېر په کې ډېر دی، دا بهیر په خپل وخت پای ته و نه رسېږي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییه ريیس یوسف رشید وايي، یو شمېر شکایتونه اوږدې پلټنې ته اړتیا لري او د همدې دلیل پر بنسټ کېدای شي، زیات وخت هم ونیسي.

هغه وویل: "وخت کم دی او مسایل تر یوه حده جنجالي دي او اوږدې څېړنې او پلټنې ته اړتیا لري. همدا ډول باید دا شکایتونه له کمېسیون او هغوی سره چې شکایتونه سره بحث ته اړتیا لري، څو هغوی هم خپل دلایل وړاندې کړي. "
د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې لپاره د وخت پر کموالي داسې مهال اندېښنه ښودل کېږي چې دې کمېسیون هم ویلي، د ولسمشريزو ټاکنو د لومړڼۍ پایلو د اعلان په تړاو شکايتونه دومره ډېر دي چې څېړنه يې ښايي په ټاکلې موده کې شونې نه وي.
د ټاکنیزو کمېسیون وړاندې ویلي و، دوی فکر نه کاوه، چې دومره ډېر شکایتونه به له دوی سره ثبت کېږي خو دوی به په ډېر دقت دا پروسه عملي کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره ۱۶۵۰۰ ثبت شویو شکایتونو کې نيمايي هغه يې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې کړي، ۴۰۰۰ زره یې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې له‌خوا او نږدې ۳۸۰۰ یې د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم له‌خوا شوي دي.
د قانون پر بنسټ، د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمېسیونونه د نن په ګډون یوازې دوولس ورځې وخت لري چې د نوماندانو شوي شکایتونو په اړه پرېکړه وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8hev8uqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته