دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 199187
که څه هم ځینو غربي رسنيو د لس ورځني اوربند خبر ورکړى، خو د طالبانو د قطر دفتر وايي چې تر اوسه يې داسې کومه پرېکړه نه ده کړې.
امريکايي خبري اژانس د ځينو طالب سرچينو په حواله خبر ورکړى چې د دوى مرکزي شورا له امريکا سره د لسو ورځو لپاره د اوربند پرېکړه کړې ده.
سرچينې زياته کړې، له دغه اوربند سره به امريکا وکولى سي له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو مهالوېش اعلان کړي.
خو د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين وويل چې لا تر اوسه د اوربند موضوع معلومه نه ده.
هغه زیاته کړه كله چې زموږ هيئت چې مشرتابه ته مو لېږلی، بېرته را ورسېږي، له هغه وروسته به خپل دريځ اعلان کړو
شاهين ويلي، ځينې رسنۍ د اوازو پر اساس رپوټونه خپروي چې حقیقت نه لري، البته کله چې څه وي، دوى يې حتماً له ولس او رسنيو سره شريکوي.
خو له دې مخکې رسنیو خبر ورکړى و چې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له خپل مشرتابه او مرکزي شورا سره پر اوربند د مشورو لپاره پاکستان ته تللى دى.
سرچينې زياته کړې، ملا برادر تېره اوونۍ کويټې او بیا پېښور ښار ته تللی و او هلته یې د طالبانو له شوراګانو سره کتلي او له امريکايانو سره د لنډ مهالي اوربند په اړه يې سلا مشورې کړې دي.
خو د طالبانو وياند سهيل شاهين دا خبره رد کړې چې ګواکې ملا برادر له قطره بل چېرې تللى وي.
بلخوا په قطر کې يوې باوري سرچينې رسنیو ته وويل، د پلان له مخې، د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسليکه لس ورځې مخکې د دواړو لورو ترمنځ لس ورځنى اوربند کېږي.
سرچينې زياته کړه چې له اوربند وروسته به تړون لاسليک سي او بيا به تر دوو درېیو اوونيو پورې د بنديانو تبادله کېږي.
ياده سرچينه وايي چې په اوږودمهال کې د ١٣٥ ورځو اوربند او تاوتريخوالي کمولو پلان دى.
دا په داسې حال کې ده، د افغانستان حکومت پرون ويلي وو چې د طالبانو له خوا د اوربند اعلان ته منتظر دي او له هغه وروسته به ورته د دولت په استازيتوب يو مرکچي پلاوى د خبرو لپاره ولېږي.
د افغان حکومت د عامه او ستراتيژيکو اړيکو دفتر رييس او د ولسمشر سلاکار وحيد عمر ويلي: ((اوربند د افغان حکومت لپاره د خبرو لپاره مخکنى شرط دى، دا اوس په طالبانو پورې اړه لري چې بايد په دې اړه خپل ذهنونه جوړ کړي، موږ د اوربند په اړه پر اوازه او د اټکلونو څرګندونې نه کوو.))
د يادونې ده، له دې مخکې طالبانو دريځ خپل کړى و چې له امريکا سره له تړون وروسته به يواځې له امريکا سره اوربند کوي او کله چې له افغان لوري سره کومې موافقې ته ورسېدل، بيا به له هغوى سره هم اوربند کوي.
په داسې حال کې چې د اوربند په اړه راپورونه ورکول کېږي، پر افغان ځواکونو د طالبانو بريدونه زيات سوي، په هلمند، غزني، تخار، کندوز او يو شمېر نورو ولايتونو کې لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
https://avapress.com/vdcaaon6049no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته