کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د نوي هوايي میدان جوړېدو لپاره ارزونې پیل شوي

9 جدی 1398 ساعت 17:52

د افغانستان د ولسمشر ستر سلاکار ویلي چې د ننګرهار د اوسېدونکو غوښتنې پر اساس دغه ولایت کې نوی هوايي ډګر جوړیږي. فاضل فضلي په خپل فیسبوک پانې کې لیکلي چې د دغه میدان عملي کار به اوه میاشتې وروسته پیل شي.


په دغې لیکنې کې راغلي چې د غه میدان جوړېدو لپاره درې اونۍ مخکې د چارو ارزولو لړۍ پیل شوې او یو ایټالیوي شرکت سره د ۵۶ میلیونو افغانیو هوکړه شوې تر څو دغه چارې په پینځو میاشتو کې سرته ورسوي خو دا نه دي ویل شوي چې د ټولې پروژې لپاره څومره بودیجه ځانکړې شوې.
د لیکنې پر اساس د نوي هوايي میدان جوړولو لپاره اوس مهال د روداتو او ګمبیري دښتې کې د ارزولو چارې روانې دي ترڅو مناسب ځای ورته وټاکل شي.
ښاغلي فضلي دا هم ویلي چې د دغې پروژې ملاتړ د افغانستان ملي بودیجې له خوا کیږي او چارې به یې د جمهوري ریاست عملیاتي واحد له خوا پر مخ ځي.
ننګرهار د افغانستان د پینځو لویو ولایتونو دی چې هوايي ډګر یې د جلال اباد نهمه ناحیه کې دی خو بهرني ځواکونه پکې مېشت دي.
د ننګرهار په شمول، لغمان، کونړ او نورستان کې اوس مهال داسې هوايي ډګر نشته چې ملکیان ترې ګټه واخلي.
د دې ولایتونو خلک اکثرا کابل ته راځي تر څو د حامد کرزي هوايي ډګر په واسطه کورني او بهرني پروازنه وکړي.
د ننګرهار ولایت چارواکي‌ د دې پروژې پیل مثبت اقدام بولي او وايي په بشپړېدو سره به یې د یادو ولایتونو اقتصادي وده چټکه شي

 


د مطلب کود: 199230

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199230/ننګرهار-کې-د-نوي-هوايي-میدان-جوړېدو-لپاره-ارزونې-پیل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com