دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۵۹
د مطلب کود : 199242
د عامې روغتیا وزارت: کابل کې د هوا ککړتیا ۱۷ تنه وژلي
د عامې ورغتیا وزارت وايي چې کابل کې د هوا ککړتیا په یوې اوونۍ کې ۱۷ تنه وژلي او د همدغې اوونۍ په لړ کې، د تنفسي ناروغیو له امله څه باندې ۸ زره او ۸۰۰ تنه دولتي روغتونو ته مراجعه کړې ده.

د دغه وزارت په وینا، دغه شمېرې د تېر کال په پرتله یو زره او ۶۰۰ تنه زیاتوالی ښيي.
ورته مهال دغه وزارت د کابل ښار په اوو له ګڼې ګوڼې ډګو سیمو کې د هوا ککړتیا د زیانونو د مخنيوي لپاره د ماسک وېش لړۍ پيل کړې ده.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې کابل کې د هوا ککړتیا د مخنيوي لپاره ۲۲ حکومتي بنسټونه په ګډه سره کار کوي.
د چاپېریال ساتنې په وروستي اقدام کې دوه ښارګوټي او دوه د ودونو تالارونه د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره د تابیانو نه رعایت کولو له امله تړلي دي.
د دغې ادارې رییس شاه زمان میوندي وايي چې دغه پروګرام د کابل په ټول ښار کې به دوام وکړي.
 
https://avapress.com/vdcc0oqsi2bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته