دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 199292
حسین بخش صفري د خپل روسي سیال تر ماتولو وروسته کابل ته ستون شو
د رزمي ترکیبي هنرونو (ام ام اې) ورزشکار حسین صفري د خپل روسي سیال پیتربرګ تر ماتولو وروسته افغانستان ته ستون شو.

یو شمېر حکومتي چارواکي او د کابل اوسېدونکي د صفري د هرکلي لپاره د کابل هوايي ډګر ته ورغلي وو.
نوموړي د جدي په ۷مه نېټه په مسکو کې په ام ام اې رشته کې پر خپل روسي سیال برلاسی شو او تر درې مرحلې مقابلې وروسته یې سیالي وګټله.
ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرسیتالې الېس ویلز او یوشمېر سیاسونو صفري ته د دې بریا مبارکي ویلې ده.
نوموړي تر اوسه څو د طلاوو مډالونه ګتلي دي.
صفري په خپلو رسمي سیالیو کې څلور ګټلي او دوه یې بایللي دي، په داسې حال کې چې د هغه روسي سیال درې سیالۍ ګټلي او یوازې یوه یې بایللې وه.
صفري د ۶۳ کیلوګرامو او پیټربرګ د ۶۱ کیلوګرامو په وزن کې سیالي وکړه.
نوموړي په داخلي او سیمه ییزو سیالیو کې هم ډېرې بریاوې لري.
https://avapress.com/vdchwwnzi23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته