کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ-مزارشریف په لاره کې د طالبانو چک پاینت رامنځته کېدنه

10 جدی 1398 ساعت 19:54

 
د بلخ-مزارشریف ولسوالیو لاری مسافرین وایی چی طالبانو د دیصور په چوک سیمه کې چک پاینت رامنځته کړی دی او مسافرین د موټرونه څخه پیاده او تلاشی کوی. د هغه په وینا تراوسه د دوو کسانو جسدونه چی د طالبانو له لوری په قتل رسیدلی دی جادی پرمخ پرته ده.



آوا خبرګزاری- مزارشریف: یو تن مسافرو څخه آوا ته وویل چی نږدی ۳:۳۰ بجو په شاوخوا هغه وخت چی مزارشریف څخه بلخ ولسوالی لوری ته روان وم، نږدی ۳۰ تنه طالبان د دیصور چوک په سیمه کې نوی کمربند کې، چک پاینت رامنځته کړی دی او ټول موټرونه درولي او خلګ تلاشی کول.
هغه زیاته چی طالبان تراوسه دوه تنه نارینه وژلی او جسدونه یی سړکونو باندی پراته دی.
د هغه په وینا په دی سیمه کې هیڅ امنیتی سرتیری شتون نه لری او طالبان خلګو موټرونو تلاشی ته ادامه ورکوی.
خو منیر فرهاد د بلخ والی ویاند د طالبانو چک پاینت رامنځته کولو ردولو سره وایی چی په دی لاره کې امنیتی ځواکونه حضور لری او داسی کوم څه نشته.
دا په داسی حال کې دی چی طالبانو نن هم بلخ ولسوالی کې امنیتی ځواکونو پوستو باندی بریدونه وکړ.
 


د مطلب کود: 199301

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199301/د-بلخ-مزارشریف-په-لاره-کې-طالبانو-چک-پاینت-رامنځته-کېدنه

آوا
  https://www.avapress.com