دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 199336
امنیتي سرچینه: کندز کې ۱۳ سرتېري وژل شوي
یوه امنیتي سرچینه وايي، د کندز په ارچي ولسوالي کې ۱۳ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په ارچي کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په لړ کې یې ۱۳ سیمه ییز پولیس او د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
د کندز د ولایتي شورا منشي فوزیې یفتلي هم دا پېښه تایید کړه.
دې نن (چهارشنبه) ازادي راډیو ته وویل، ظالبانو په دې برید کې، چې د شپې په ۱۰ بجې او ۱۵ دقیقې یې وکړ، د ۱۳ سرتېرو د وژلو ترڅنګ ۲ نور ژوبل کړل.
خو د کندز د پولیسو ویندوی انعام الدین رحماني وايي چې په حمله کې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې د کره شمېر په اړه یې معلومات نه لري.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwy9q3ak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته