دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 199337
په کابل کې د سږني ژمي لومړۍ واوره
په کابل کې تیره شپه ناوخته ( مرغومی ۱۰ مه) د سږني کال د ژمي لومړۍ واوره وریدل پیل شوي، چې نن د چهارشنبې په ورځ یې هم د اورښت د دوام اټکل شوی دی.

که څه هم د سالنګونو په ګډون د افغانستان په یو شمیر مرکزي او شمالي ولایتونو کې څو اونۍ وړاندې د سږني ژمې د موسم واورې وریدلي، خو په کابل کې تیره شپه ناوخته د واورې وریدل پیل شوي دي.
د هوا پیژندنې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې ټاکل شوې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې به د واورو او باران اورښت په وقفوي ډول څو ورځې دوام وکړي.
د دغې ادارې د هوا د اټکل د څانګې امر محمد نسیم مرادي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه د واورو او باران اورښت په اکثرو لودیځو ولایتونو کې پیل شوی دی.
ښاغلي مرادي وویل " د افغانستان په اکثرو سیمو کې دا اورښت په وقفوي ډول دوام لري، چې تر نورو سیمو د واورې ډیر اورښت به په مرکزي،جنوب ختیځو او شمال ختیځو سیموکې دوام وکړي".
د سالنګ د لويې لارې د ساتنې مسوولین وايي، چې د تیرې شپې د واورې د اورښت وروسته دا لار د بار وړونکو لاریو د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
د سالنګ د لویې لارې د ساتنې اجرائیوي مدیر سیمع الله ولي زاده امریکا غږ اشنا راډيوته وویل، چې لا هم په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د واوارې اورښت، چې توند باد هم ورسره دی دوام لري.
هغه وویل، چې د اټکل له مخې به نن د جهارشنبې د ورځې په اوږدو کې د اورښت کچه نوره هم زیاته شي.
د دغه چارواکي د وینا له مخې، نن د سهار له اتو بجو وروسته یې پر دغه لار د لویو موټرو د تګ راتک بند کړی دی.
په افغانستان کې د اوړم کال د سختې وچکالۍ وروسته تیر ۲۰۱۹ میلادي کال کې په دغه هیواد کې د واورو او باران اورښت زیات وو،چې د هوا پیژندنې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې په مجموعي ډول د اورښت کچه ۹۲۷.۳ ملي مترو ته رسیدلې وه.
په تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې دا اندازه ۷۴۲.۷ مل متره وه.
په افغانستان کې اکثره د ژمي او پسرلي په موسمونو کې د نورو میاشتو پرتله اورښت زیات کیږي.
زیات شمیر افغانان په کرکیله بوخت، چې د اورښت زیاتوالی او کموالی د هغوی پر ژوند مخامخ اغیز لري.
د افغانستان د هوايي پيزندنې د ادارې د اټکل له مخې په ۲۰۲۰ کال کې به د ۲۰۱۹ میلادي کال پرتله د وارو او باران د اورښت کچه کمه وي.
خو د دغې ادارې چارواکي، په را روانو اونیو کې په افغانستان کې د نورو وارو او باران د اورښت اټکل هم کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxwnzq23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته