ملګري ملتونه اټکل کوي نن د جنورۍ په لومړۍ به په نړۍ کې ۳ لکه ۹۲ زره ۷۸ ماشومان وزېږي.
م م: نن به په نړۍ کې له ۳۹۲۰۷۸ ډېر ماشومان وزېږي
11 جدی 1398 ساعت 13:07
ملګري ملتونه اټکل کوي نن د جنورۍ په لومړۍ به په نړۍ کې ۳ لکه ۹۲ زره ۷۸ ماشومان وزېږي.
ملګروملتو دا شمېره د دې لپاره خپره کړې چې هغو ماشومانو ته پام واړوي چې د زوکړې په لومړۍ میاشت مري.
د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونسیف د نوي میلادي کال په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په ۲۰۱۸ میلادي کال د هغو دوه نیم ملیونه نویو زېږېدلیو ماشومانو په منځ کې چې د خپل ژوند په لومړۍ میاشت کې مړه شوي، درېمه برخه یې د خپل ژوند په لومړۍ ورځ مړه شوي دي.
د ملګروملتو په وینا د اکثرو ماشومانو د مړینې مخنیوی کېدای شوای.
تر ټولو ډېر ماشومان به په هند کې وزېږي.
ورپسې ډېر ماشومان په چین، نایجریا، پاکستان، اندونیزیا او امریکا کې دنیا ته سترګې رڼوي.
د مطلب کود: 199342