دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 199345
ټاکل شوې، چې په فاریاب ولایت کې د مېوو ۴۳۶ نوي بڼونه جوړ شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې
د دغو بڼونو د جوړولو لړۍ د ۳۰ زره او ۵۰۰ مثمرو نیالګیو په وېش سره پیل شوې ده.
دغه نیالګي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا ورکول کېږي د زردالو، الو، املوک، بادام، انار، چهارمغز، ګیلاس، مڼه، ناک، شفتالو او انګورو نیالګي شامل دي، چې له برخمن شویو بڼوالو یوازې د نیالګیو ۵۰ سلنه لګښت اخیستل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcgty9qnak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته