دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 199347
د کمېسیون رییس ا و کار کوونکو ۳۸ زره سي سي وینه ورکړه
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس او یو شمېر کاکوونکو د پېښو ټپیانو او اړمنو ناروغانو ته، څه باندې ۳۸ زره سي سي وینه ورکړه.

ورکړل شوې وینه به د وینې ملي بانک له لارې روغتونونو او اړمنو کسانو ته لېږدول کېږي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري، له ټولو غواړي څو د وینې ورکړې کمپاین کې له ګډون سره، د هغو کسانو پروړاندې چې د تاوتریخوالي په پایله کې ټپیان او یا هم وینې ته اړمن ناروغان دي، پروړاندې یې خپل انساني او ټولنیز مکلفیت اداء کړي.
د وینې ملي بانک رییس، ډاکټر عنایت الله هاشمي، د وینې ورکړې کمپاین کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د مشارکت ستاینه وکړه او ویې ویل:«د کمېسیون کارکوونکو څه باندې ۳۸ زره سي سي وینه ورکړه.»
 
https://avapress.com/vdci53azyt1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته