دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 199350
فراه ولایت ته امنیتی لوړ پوړو چارواکو سفر/ فراه کې امنیتی وضعیت ښه کېدل
  هیواد لوړ پوړۍ چارواکې او جنرال اسکات میلر د قاطع ملاتړ ځواکونو عمومی قوماندان د فراه امنیتی وضعیت څیړلو لپاره هغه ولایت ته سفر کړی دی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-هرات: فاروق بارکزی د فراه والی ویاند افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل چی نن چهارشنبه(۱۰ جدی) دګرجنرال مسعود اندرابی د داخلی وزارت وزیر، ستر جنرال محمد یاسین ضیاء ملی دفاع وزارت لومړۍ معاون، دګر جنرال ضیاء سراج د ملی امنیت عمومی رییس او جنرال اسکات میلر د فراه ولایت اوپراتیفی او امنیتی وضعیت څیړلو لپاره دا ولایت ته سفر کړی دی.
دا لوړ پوړۍ چارواکې ددی ولایت والی او امنیتی مسؤولینو سره یو ناستې په ترڅ کې د ښار او ولسوالیو اوتراتیفی او امنیتی وضعیت او امنیتی مشکلاتو په اړه خبری وکړ.
په دی لیدنه کې، محمد شعیب ثابت د فراه والی د لوړ پوړۍ هیات څخه وغوښته ترڅو د امنیت تامین لپاره نظامی تجهیزات او امکانات امنیتی ارګانونو اختیار کې قرار ورکړی او د عملیاتونو ترسره کولو او پوستو استحکام لپاره پرسونل ډیرولو په اړه همکاری وکړی.
فراه والی همدارنګه زیاته کړه چی فراه ولایت امنیتی چارواکې ښه هماهنګی سره دشمن ته ډیر زیانونه اړولی دی چی ددی ولایت امنیتی وضعیت کې مثبت بدلونونه رامنځته شوی دی.
تللی هیات هم ددی ولایت امنیتی او دفاعی ځواکونو ته وعده ورکړه چی ډیر ژیر به هغوی ته نظامی امکانات او تجهیزات ورکړی.
 
https://avapress.com/vdccpoqsx2bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته