دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 199430
په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، د افغانستان ملي امنیت د دغه هېواد یو بل مسلکي کارکوونکی نیولی دی.
د پاکستان سفارت دغې نیونې ته په کابل کې د پاکستان د سفارت په چارو کې د خنډ جوړولو د منظم کمپاین نوم ورکړی دی.
د پاکستان سفارت وايي، سعید الله په کابل کې د ملي امنیت له لوري له ځان سره وړل شوی دی او پاکستان یې د افغانستان د باندنیو چارو وزارت ته په اړه شکایت هم رسولی دی.
د پاکستان سفارت وايي، دا په تېرو دوه میاشتو کې د پاکستاني ډیپلوماټانو د تښتولو او نیولو دریمه پېښه ده.
بلخوا دپاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروق هم د سعید الله نیول کېدو تصدیق کړی دی.
بلخوا پاکستاني رسنیو ته په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل له پېښې ناخبري ښودلې، خو زیاته کړې یې ده چې د افغانستان د باندنیو چارو وزارت ته یې د پاکستاني چارواکو غږ په دې اړه رسولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو د سعید الله د جرم په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتره پاکستانیان په افغانستان کې د سفارت د دپلوماتانو او نور دندو ته د راغلیو کارمندانو په جامه کې اسلام اباد ته په جاسوسۍ تورن دي.
تر دې وړاندې دوه پاکستانيان ډاکتر وقارچې د ننګرهار طب پوهنځي محصل و او انجینر فرخ حسین شاه چې په کندهار هوايي ډګر کې یې لوژستیک وسایل نصبول، هم ملي امنیت د جاسوسۍ په تور نیولي وو
https://avapress.com/vdcbf9b8grhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته