دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 199431
دفاع وزارت: تر اوربند پورې به طالبان په نښه کوو

د افغانستان دفاع وزارت وایي تر هغه وخته وسله وال مخالفین هدف ګرځوي چې واقعي سولې او اوربند ته یې غاړه نه وي ایښي.
د رپوټونو له مخې په تېرو دوو ورځو کې په افغانستان کې په تېره بیا په شمالي ولایتونو کې افغان پوځیانو او وسله والو طالبانو سختې نښتې کړي او د دواړو لوریو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
اخوا په کابل کې د امریکا سفیر جان بس چې د کار موده یې په ختمېدو ده ویلي امریکا د تاوتریخوالي داسې کمښت یا اوربند غواړي چې افغان پوځیان هم پکې شامل وي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغان پوځیانو اوسنۍ جګړه د سولې د تامین لپاره ده.
د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي  وویل چې وسله والو مخالفینو د سولې په لور کوم ګام نه دی اخیستی.
https://avapress.com/vdcc1oqss2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته