دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 199434
د مشهور کومیډین اصف جلالي پر مړینه، خلکو سخته خواشیني څرګنده کړې
د افغانستان خلکو د مرحوم جلالي پر مړینه سخته خواشیني څرګنده کړې او هغه یې یو تکړه کومېډین بللی، چې تل یې د خلکو په شونډو خندا رواسته.
د افغانستان مشهور کومیډین محمد اصف جلالي پرون د زړه حملې له امله ساه ورکړه.
آصف جلالي له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو رسنیو کې تفریحِ پروګرامونه مخته وړل. نوموړي له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو رسنیو کې تفریحي پروګرامونه مخته وړل.
نوموړي خپل هنري فعالیتونه د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون څخه پیل کړل. جلالي چې ځینې یې کاکا اصف هم بولي په څو سینمايي فلمونو کې هم رول لوبولی دی.
هغه په وروستیو کلونو کې د افغانستان په خصوصي ټلویزیونونو کې تفریحي پروګرامونه مخته وړل چې ډېر مینه وال یې لرل.
https://avapress.com/vdcfm1dyjw6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته